طالبانو د دفاع وزارت لپاره نوی مرستیال معرفي کړ

د طالبانو اداره اعلان کړی چې ملا حمیدالله آخندزاده، چې مخکې د ترانسپورت او ملکي هوانوردي وزیر و، د دې ادارې د مشر په حکم د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی او نن په رسمي ډول معرفي شو.
د ده د معرفۍ په مراسمو کې، محمد فصیحالدین فطرت، د طالبانو د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، وویل چې د اداري جوړښتونو بدلون او تبدیل یو معمول اصل دی چې د چارو د ښهوالي لپاره ترسره کېږي. نوموړي د دې بدلون د علتونو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
ملا حمیدالله آخندزاده تر دې وړاندې د ترانسپورت او ملکي هوانوردي وزارت مسئولیت درلود. دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د طالبانو اداره په تېرو څلورو کلونو کې د امنیتي او دفاعي برخو مهم پوستونه زیاتره د خپلو مشرانو نږدې کسانو ته ورکړي دي.
سره له دې چې د طالبانو د ادارې چارواکي په دې ټینګار کوي چې دا ډول بدلونونه عادي دي، منتقدین بیا د شفافیت نشتوالی په دندو ټاکلو کې او د خلکو د نه ګډون مسئله د اوسني نظام له اساسي ننګونو څخه بولي.




