د طالبانو د ادارې سفیر په مسکو کې له افغان سوداګرو سره وکتل

د افغانستان سفارت په مسکو کې اعلان کړی چې د طالبانو د ادارې له خوا د روسیې لپاره ټاکل شوی سفیر، ګل حسن حسن، د دوشنبې په ورځ له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه يې خبرې وکړې.
د سفارت د خبرلیک پر بنسټ، په دې ناسته کې د سفارت یو شمېر دیپلوماتان هم حاضر وو او د متقابل تفاهم، اقتصادي همغږۍ او د افغانستان او روسیې تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر موجودو ستونزو بحث وشو.
ګل حسن حسن په دې لیدنه کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې د هېواد دننه پانګونه وکړي او دا کار يې یوه ملي دنده وبلله. نوموړي ډاډ ورکړ چې سفارت به د سوداګریزو چارو د څارنې او اسانولو په برخه کې له سوداګرو سره همکاري کوي.
په همدې حال کې، په روسیه کې میشتو افغان سوداګرو هم خپلې ستونزې، اندېښنې او وړاندیزونه مطرح کړل او له د طالبانو اړوندو ادارو څخه يې د اغېزمنې پاملرنې او ملاتړ غوښتنه وکړه څو د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره غوره شرایط رامنځته شي.




