سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې سفیر د افغانستان او ازبکستان د علماوو ګډ کنفرانس کې ګډون وکړ

د طالبانو د ادارې سفیر په ازبکستان کې، شیخ عبدالغفار بحر، د افغانستان او ازبکستان د علماوو په ګډ کنفرانس کې چې په تاشکند ښار کې د ازبکستان د نړیوالې اسلامي اکاډمۍ په کوربتوب ترسره شو، برخه واخیسته. ده د دواړو هېوادونو د ګډ علمي او فقهي میراث پر اهمیت ټینګار وکړ.

د هغه په وینا، دا ډول غونډې کولای شي ترڅنګ د فکري او مذهبي اړیکو د پیاوړتیا، د سیاسي باور په ټینګښت او د دوه اړخیزو اړیکو په پراخولو کې هم رول ولوبوي. نوموړي وویل، دا ناستې د نظرونو د نږدې کېدو او د دواړو هېوادونو د علمي بنسټونو ترمنځ د تعاملاتو د زیاتېدو زمینه برابروي.

د طالبانو د ادارې سفیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې امام برهان‌الدین مرغیناني، د «الهدایه» اثر لیکوال، د اعتدال او متوازن فکر یوه سمبولیکه څېره وبلله او زیاته یې کړه چې د علمي همکاريو پراختیا کولای شي د متقابل تفاهم او سیمه‌يي ثبات لپاره بنسټ شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره سره له دې چې هڅه کوي سیمه‌يي اړیکې پراخې کړي، لاهم د نړېوالې ټولنې له یوې لویې برخې لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې. شنونکي باور لري چې علمي او فرهنګي تعاملات کېدای شي د دې ادارې د سیاسي انزوا د کمولو په موخه د نرمې دیپلماسۍ برخه وي، خو د بشري حقونو ننګونې او کورني محدودیتونه لا هم د دې ادارې پر بهرنیو اړیکو سیوری غوړوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button