ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبان: په يو کال کې له ۱۰ زرو زياتو يتيمانو او اړو ښځو ته مرستې رسېدلې دي

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو چارواکي وايي، چې په تېر يو کال کې له لس زرو زياتو يتيمانو او بې‌بضاعته ښځو ته د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرستې ورکړل شوې دي.

د دغو چارواکو په وينا، دغه مرستې د همدې رياست د ملاتړيو پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شوې دي. خو دوی د مرستو د ډول، د پوښښ سيمو او د لګول شوې بوديجې په اړه ځانګړې جزئيات نه دي څرګند کړي.

په داسې حال کې چې له وروستيو سياسي بدلونونو وروسته په افغانستان کې فقر او بې‌کارۍ زياته شوې ده، د کورنيو او نړيوالو بنسټونو له خوا تل د مرستو د پروګرامونو د شفافيت، دوام او پراختيا غوښتنه شوې ده.

د ټولنيزو چارو يو شمېر کارپوهان باور لري، چې د يتيمانو او اړو ښځو د وضعيت اغېزمنه رسېدنه د دايمي پروګرامونو، شفاف راپور ورکولو او خپلواکې څارنې ته اړتيا لري؛ يو موضوع چې تمه کېږي د طالبانو اداره به پرې ځواب‌ويونکې وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button