د مهاجرینو خبرونهدوهم سرلیکمهم خبرونه

په مشهد کې د افغان کورنۍ پاسپورت د بریښنایی پاسپورت سره د بدلون څرنګوالی اعلان شو

د افغانستان قونسلګرۍ په مشهد کې په یوه تازه خبرپاڼه کې د افغان مهاجرینو لپاره د کورنۍ پاسپورت پرځای د بریښنایی پاسپورت ترلاسه کولو بهیر واضح کړی دی.

د دې خبرپاڼې له مخې، غوښتونکي باید له مخکې د مشهد ښار د کفالت له دفترونو څخه بریښنایی نوبت واخلي، مخکې له دې چې قونسلګرۍ ته حضوري مراجعه وکړي. د نوبت رسید او مشخصه نیټه له ځان سره لرل، د تګ پر مهال ضروري بلل شوي دي.

یاده دیپلوماتیکه اداره خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې له مخکې نوبت نه وي اخیستی او پرته له همغږۍ مراجعه وکړي، نه به منل کېږي او نه به ورته خدمات وړاندې شي.

دا تدابیر په داسې حال کې نیول شوي چې په ایران کې زرګونه افغان کډوال له حقوقي ناخوالې سره مخ دي او له رسمي لارو د هویت اسنادو ته لاسرسی ورته له جدي ننګونو سره مخ دی. همداراز، د طالبانو اداره دننه په افغانستان کې د قونسلي او خدماتي برخو زیربناوې له سخت کمزورتیا سره مخ کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button