اقتصادمهم خبرونه

طالبانو د افغانستان د اوبو سرچینو بشپړ کنټرول خپل حق وباله

د طالبانو د ادارې وياند ویلي چې د افغانستان د اوبو سرچینو مدیریت او د بندونو جوړول د دغه هېواد خپل صلاحیت دی او هېڅ بهرنۍ هېواد، په ځانګړي ډول پاکستان، حق نه لري چې په دې مسئله کې مداخله وکړي.

ذبيح‌الله مجاهد دا څرګندونې له پاکستاني تلویزیون «خیبر» سره په یوه مرکه کې کړې دي او ويلي يې دي چې څنګه پاکستان خپلې اوبه د خپل هیواد دننه اداره کوي، همداسې افغانستان هم دا حق لري. نوموړی زیاتوي چې د اوبو پروژې د افغانستان داخلي مسئلې دي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې تازه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د کنړ پر سیند د بند جوړولو امر کړی دی. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې پانګه وال دې پروژې ته راجلب کړي.

د کنړ پر سیند د بند جوړول، چې له ختیځو سیمو د پاکستان لور ته بهېږي، کولای شي پاکستان ته د بهېدونکي اوبو طبیعي بهیر کم کړي؛ دا موضوع په سیمه کې حساسیتونه راپارولي دي.

تر څنګ یې، د فراه ولایت د بخش‌آباد بند کار هم روان دی. ویل کېږي چې دا بند د فراه رود له لارې ایران ته د اوبو د ورتګ مخنیوي لپاره جوړېږي. له دغو اقداماتو سره هممهاله، د طالبانو د ادارې د اوبو پالیسۍ، او د دې مسایلو سیمه‌ییزو اړیکو او چاپېریال ته د اغېز په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button