اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: له هند او ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو هڅې روانې دي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په یوه ځانګړي مرکه کې له طلوع‌نیوز سره ویلي چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو لپاره هڅې روانې دي. نوموړي ویلي چې له هند او د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره هم په دې اړه خبرې شوې دي.

د دغه وزیر په وینا، اوس مهال د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو اداره دا حق لري له هر هغه هېواد سره چې غواړي، بې له کوم محدودیت څخه سوداګریزې اړیکې جوړې کړي، او دا پرېکړه یې د هېواد داخلي مسله بللې ده.

نوموړي همداراز ویلي چې که له پاکستان سره سوداګري ودرېږي یا راکمه شي، نو دا به لنډمهالاً د مارکېټ په بیو اغېز وکړي؛ خو د هغه په باور، په اوږد مهال کې افغانستان کولای شي خپله اقتصادي اتکا پر پاکستان کمه کړي. خو اقتصادپوهانو څو ځله خبرداری ورکړی چې که واضحې برنامې او بدیل بنسټونه موجود نه وي، دا ډول بدلونونه به تر ټولو زیات فشار پر خلکو، په ځانګړې ډول پر زیان منونکو قشرونو واچوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ادعا کړې چې د کورنیو صنعتکارانو ملاتړ کېږي او په تېرو درېیو میاشتو کې څلورسوه شرکتونو ته ځمکه وېشل شوې ده؛ خو د ځمکې د وېش بهیر د شفافیت او د شرکتونو د انتخاب معیارونو په اړه یې جزئیات نه دي وړاندې کړي.

په مرکې کې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو په اړه هم اشاره شوې، او وزیر ویلي چې تر اوسه له پنځوس زرو زیاتې سوداګریزې ښځې د دې وزارت سره ثبت شوي او نږدې پنځه زره تنه یې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره پر ښځو د زده‌کړې او کار پراخ محدودیتونه لګولي، او دا کار د افغانستان ښځینه اقتصاد ته جدي ناڅرګندتیا رامنځته کړې ده.

نوموړي په پای کې له د اقتصادي همکاریو له سازمان (ایکو) څخه غوښتي چې خپل بل غونډه دې په کابل کې ترسره کړي؛ هغه غوښتنه چې پلې کېدل یې د سیاسي، امنیتي شرایطو او سیمه‌ییزو تعاملاتو پورې تړلی بلل شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button