سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې چارواکي: افغانستان به له نړۍ سره د سيالۍ لپاره چمتو شي

مولوي شرف‌الدین مسلم، د طالبانو د ادارې د کلیو د بیارغونې او پرمختګ وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، د کابل ښار په کچه د نیالګیو د کينولو د کمپاین پر مهال اعلان وکړ چې دا اداره هوډ لري افغانستان په «ټولو برخو» کې له نړۍ سره هم‌سطح کړي او د ده په وینا، هڅې په دې برخه کې په چټکۍ روانې دي.

هغه همدارنګه د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې «دښمن» نه شي زغملای د هېواد اوسنی وضعیت، د پرمختیايي پروژو پلي کول او هغه څه چې ده ورته «پر خپل مټ درېدنه» وویل. د طالبانو د ادارې د دې چارواکي په وینا، افغانستان له کلونو جګړې او بې‌ثباتۍ وروسته، یوې نوې مرحلې ته داخل شوی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره څو ځله د بېلابېلو برخو د پرمختګ خبره کړې، خو کورني او نړیوال بنسټونه لا هم د پراخو محدودیتونو، سیاسي انزوا او اقتصادي ننګونو په اړه اندېښنه څرګندوي. ډېری شنونکي باور لري چې د سیمه‌ییزې او نړیوالې سیالۍ تحقق، د دوامدار ثبات، پراخ نړیوال تعامل او د ځواب ویونکو جوړښتونو رامنځته کولو ته اړتیا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button