د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د طالبانو د احصائیې ادارې د چارواکي سفر ایران ته د افغان کډوالو د هویت معلومولو لپاره

مولوي محمدنبي نصرت، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د نفوسو د ثبت چارو مرستیال دی، ایران ته سفر کړی ترڅو د افغان کډوالو د هویت تثبیت پروسې ارزونه او همغږي ښه کړي.

په دې سفر کې نوموړي د ایران په یو شمېر مهمو ښارونو لکه تهران، مشهد او زاهدان کې د هغو کاري ټیمونو فعالیتونه له نږدې څارلي چې د افغان کډوالو د پېژندنې مسئولیت لري. د طالبانو د ادارې د رسمي سرچینو په وینا، ښاغلی نصرت به د دغه بهیر د لا ښه‌والي لپاره اړوندو چارواکو ته وړاندیزونه او سپارښتنې هم وړاندې کړي.

له تېرو کلونو راهیسې میلیونونه افغانان د ناامنۍ، بېکارۍ او سیاسي فشارونو له امله ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران ته کډه شوي دي. سره له دې چې د هویت تثبیت د اساسي خدماتو او قانوني اسنادو ترلاسه کولو لپاره مهم ګڼل کېږي، خو د طالبانو د ادارې کړنې په دې برخه کې تل له نیوکو سره مخ شوې دي.

د کډوالو د حقونو یو شمېر مدافع بنسټونه د طالبانو دغه ډول اقدامات ناکافي او له شفافیت پرته بللي دي. دوی وایي طالبان باید مسؤلانه چلند وکړي، څو افغان کډوال په کوربه هېوادونو کې د شفاف او واقعي ملاتړ له لارې وڅارل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button