د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

طالبانو اداره: له پاکستان څخه له پنځه زرو زيات افغان کډوال شړل شوي

د طالبانو د ادارې د کډوالو عالي کمېسیون ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۵،۷۰۹ افغان کډوال له پاکستان څخه شړل شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کسان د تورخم، سپين بولدک او بهرامچې له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ ۳،۰۷۸ تنه او د پنجشنبې په ورځ ۲،۶۳۱ افغان کډوال د پاکستاني چارواکو له خوا شړل شوي دي. د طالبانو د ادارې د کډوالو کمېسیون ويلي چې دا بهیر لا هم روان دی.

په همدې مهال، د نړیوالو بنسټونو له خوا څو ځله خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته جبري ستنېدنه د ځينو ډلو لپاره خوندي نه ده. ښځې، خبریالان، مدني فعالان او د پخواني حکومت سرتېري د هغو کسانو په منځ کې شمېرل کېږي چې د ستنېدو په صورت کې له جدي ګواښونو سره مخ کېږي.

په همدې تړاو، د عفو بین‌الملل سازمان د جدي په لسمه نېټه په یوه پرانیستې لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیونې او شړلو لړۍ ودروي. دغه سازمان د پاکستان د چارواکو د ناقانونه نیونو، ځورونو او د افغان پناه‌ غوښتونکو د شړلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دا ډول کړنې د پاکستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button