سرچینې: د طالبانو له ادارې سره تړلې یوه موسسه د دوکتورا اسناد وېشي

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، یوه موسسه چې «جامعه عبدالله بن مسعود» نومېږي او د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزارت پورې تړاو لري، د دغه ډلې غړو ته د دوکتورا اسناد وېشي.
د سرچینو په وینا، دا موسسه نه یوازې د دوکتورا په کچه تعلیمي اسناد صادروي، بلکې د شرعیاتو استادانو ټاکنه، د دوی د عقایدو ارزونه او ان برطرفي یې هم د همدې ادارې تر څار لاندې ترسره کېږي؛ دا کړنې د تعلیمي نظام په اړه د ایډیولوژیکو لاسوهنو اندېښنې زیاتې کړي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، یاده موسسه د تدریس برخې، کتابتون او د هغو زدهکوونکو لپاره د تدریس ساحې لري چې «فاضلان» بلل کېږي، او دا اداره د لوړو زده کړو له رسمي جوړښت سره موازي فعالیت کوي.
یوه تصدیقنامه چې د دې موسسې له لوري ترلاسه شوې، ښيي چې یو زدهکوونکی له څلورو سمېسټرو وروسته د افتاء او قضاء په برخه کې د دوکتورا د رسالې لیکنې پړاو ته داخل شوی دی؛ دا موضوع د دغو دورو د کچې، مودې او اعتبار په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
سره له دې، لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا موسسه د کومو علمي او تعلیمي معیارونو پر بنسټ د دوکتورا اسناد صادروي، او د طالبانو د ادارې د لوړو زده کړو وزارت هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې؛ دا ناڅرګندتیا د دغو اسنادو مشروعیت او د هېواد د تعلیمي نظام راتلونکی له ننګونو سره مخ کوي.




