سياستمهم خبرونه

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر پناه‌ځايونو د برید احتمال رد نه کړ

د اسلام‌اباد او خیبرپښتونخوا ایالت کې د څو مرګونو بریدونو تر پېښو وروسته، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې د هېواد پوځي غبرګون کیدای شي د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو پر پناه‌ځایونو بریدونه هم شامل ولري.

د اسلام‌آباد چاپ ورځپاڼې «دان» د سه‌شنبې په ورځ د عقرب شلمه د آصف له قوله لیکلي، چې د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته پاکستان اړ شوی چې پر عاملینو یې اقدام وکړي. نوموړي د سرحدي سیمو کې د سخت دریځو ډلو د زیاتېدونکي فعالیت په اشاره ویلي: “نور نو د طالبانو په اړه د اوهامو ځاي نشته، چې ګنې دوی زموږ همفکره یا د سولې پلويان دي. موږ باید نور خپل ځان ونه غولوو؛ درې ځل مو ورسره خبرې وکړې.”

د پاکستان دفاع وزیر وړاندې ویلي چې د طالبانو اداره له بیلابېلو جناحو او ډلو جوړه شوې، چې ځینې‌یې د سیمې له رقیبو هېوادونو لکه هند سره په تماس کې دي او یو شمېر نورې ډلې له بهر څخه رهنمايي کېږي. آصف د دغه وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یو جدي ګواښ بللی.

آصف زیاته کړې چې اسلام‌اباد له طالبانو یوازې یوه څرګنده غوښتنه لرله: هغه دا چې له افغانستانه د کار اخیستونکو ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي. خو داسې ښکاري چې دغه غوښتنه نه ده پوره شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټنونه لا ژور شوي دي.

سره له دې چې د پاکستان چارواکو څو ځله په افغانستان کې د وسله‌والو شبکو پر (حضور) خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي، خو تر اوسه طالبانو خپلو ګاونډیانو ته د سرحدونو پورې اړوند ګواښونو پر ضد د اطمینان وړ کوم عملي اقدام نه‌دی کړی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button