روغتيامهم خبرونه

د طالبانو حکومت ۵۰۰ نارینه ډاکترانو ته د تخصص سندونه ورکړل

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د سه‌شنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۸مه (د فبرورۍ ۱۷مه)، اعلان کړی چې ۵۰۰ نارینه متخصص ډاکترانو د «د عمومي تخصص د بشپړولو ادارې» څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي. د دې وزارت په وینا، یادو ډاکترانو د تخصصي دورو له بشپړولو وروسته خپلې تصدیق‌نامې تر لاسه کړې دي.

په همدې حال کې دا څلورم پرله‌پسې کال دی چې هېڅ ښځينه ډاکتره له دې ادارې فارغه شوې نه ده. د طالبانو د حکومت له لوري د زده‌کړو محدوديتونو له امله نجونې له طبي زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

طالبانو نه يوازې دا چې د طب په برخه کې د نجونو زده‌کړې درولې دي، بلکې د نرسانۍ او قابلګۍ برخو کې یې هم د هغوی زده‌کړې منع کړې دي. دغه پرېکړې د کورنيو او نړيوالو بنسټونو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او د هېواد په روغتيايي مرکزونو او روغتونونو کې د ښځينه کادرونو د کمښت په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.

د روغتيايي چارو کارپوهان څو ځل خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ټولنه، په ځانګړي ډول په لرو پرتو سيمو کې، د ښځينه ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو شتون د ښځينه ناروغانو لپاره يو بنسټيز ضرورت دی. د دغو محدوديتونو دوام کولای شي د ښځو لپاره د روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لا ډېر ستونزمن کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button