طالبان د ۲۰۲۵ کال د بهرنيو سفرونو او اړيکو لړليک خپور کړ

د طالبانو اداره د روان ۲۰۲۵ کال د بهرنيو سفرونو او سياسي اړيکو لړليک خپور کړی دی. د دې ادارې مرستيال وياند حمدالله فطرت د چهارشنبې په ورځ په «ایکس» ټولنيز شبکې کې هغه څه چې يې د طالبانو د ادارې «سياسي لاسته راوړنې» بللې، خپرې کړې. په دغه لړليک کې زياتره د چارواکو بهرنۍ سفرونه، د ناستوونو ګډون او د سيمهييزو اړيکو بدلونونه شامل دي.
د دې اعلاميې له مخې، د طالبانو يو شمېر وزيرانو او چارواکو سږ کال ايران، ازبکستان، قزاقستان، روسيه، چين، هند، سعودي عربستان، آذربايجان او مراکش ته سفرونه کړي دي. همدارنګه د طالبانو د استازي د دفتر د مسکو د فعالېدو، د دوحې فورم، د مسکو فرمت او ځينو سيمهييزو تخصصي غونډو کې د ګډون يادونه شوې ده.
په دغه لړليک کې د افغانستان د سفارت د تاشکند دفتر د طالبانو استازو ته د سپارلو، په نړيوالو اقتصادي او ترانسپورتي بنسټونو کې د ګډون، د تورغنډي–هرات د پټلۍ پروژې د هوکړې له قزاقستان سره د لاسليک، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفيرانو په کچه د اړيکو د لوړولو يادونه شوې ده.
همدارنګه ادعا شوې چې په جرمني کې د بن ښار د پاسپورت جوړولو بهير له څو کلونو وروسته بيا پيل شوی او په کابل کې د هند د استازولۍ سطح لوړه شوې ده. د طالبانو اداره دا کړنې د خپلو بهرنيو اړيکو د پراختيا نښې بولي.
خو منتقدان ټينګار کوي چې يوازې د سفرونو او ناستو فهرست نه شي کولی د سياسي مشروعيت د بحران، نړيوالې انزوا او د بشري حقونو د پراخو اندېښنو ستونزې حل کړي. د هغوی په باور، تر هغه چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو محدوديتونه روان وي، دا ډيپلوماټيک تحرکات د افغانستان د نړيوال منلو پر ځای د واقعې نښې نه شي ګڼل کېدای.




