ملګري ملتونه: د افغانستان ښارونه بېبرخې پراخېږي او د نظم نشتوالې خطرناک دی

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره (UN-Habitat) د افغانستان ښارونو د چټک پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا پراختیا بې له منظم پلان څخه دوام پیدا کړي، ښاري ژوند له جدي بحران سره مخ کولی شي.
دې ادارې په ټولنیزو شبکو کې د یوه پیغام له لارې ټینګار کړی چې ښاري پراختیا هغه مهال پرمختګ ته لاره هواروي، چې د اوږدمهاله نقشه او د اوسېدونکو د اساسي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره ترسره شي. که نه، یوازې به د ټولنیزې بېعدالتۍ د زیاتېدو، د عامه خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو او د چاپېریال د زیانمنېدو لامل شي.
اوس مهال د افغانستان ډېری ښارونه، په ځانګړې توګه کابل، هرات، مزارشریف او جلالآباد، د بېنظمې استوګنې پراخېدو شاهد دي. دا بېمنظمه پراختیا د متخصصو ادارو د نشتوالي او د ښار شوراګانو د غیرفعاله والي له امله، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دي، په سمه توګه نه اداره کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره وایي، اداره شوې ښاري پراختیا کولی شي خلکو ته د خدماتو لاسرسی ښه کړي، ټولنیزې نابرابرۍ راکمې کړي او روغ چاپېریال برابر کړي.
د طالبانو له واک ته بیا رسېدو نه زیاتې دوه کاله وروسته، د ښاري پلان جوړونې ادارو د بیا رغونې بهیر درېدلی او تر ډېره ښاري پرېکړې د خلکو له ګډون او له متخصصانو سره له سلا پرته نیول کیږي. دا موضوع د افغانستان د ښارونو د راتلونکې ښاري جوړښت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.




