د تاجکستان پانګوالو د افغانستان د سمنټو تولید کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

د طالبانو د کانونو او نفتو وزارت ویلي، یو پلاوی تاجک پانګوالو د کابل سفر پر مهال، په افغانستان کې د سمنټو د تولید په برخه کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده. دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ، د قوس میاشتې شلمه، د کانونو او نفتو له سرپرست وزیر ملا هدایتالله بدري سره لیدلي دي.
دا د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، کابل ته د یوه تاجک تجارتي پلاوي لومړی سفر بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د تاجکستان حکومت تر اوسه د طالبانو اداره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه ده پېژندلې، خو بیا هم هڅې کوي چې له دې ادارې سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان پخوا ویلي وو، تر څو چې په افغانستان کې یوه ټولشموله حکومت نه وي جوړ شوې، د طالبانو اداره چې واک انحصاري نیولی، نه مني. سره له دې، له هغه وروسته چې روسیې خپلې اړیکې له طالبانو سره رسمي کړې، داسې ښکاري چې تاجکستان هم له دې ډلې سره د عملي اړیکو د پراخوالي په لور ګام اخلي.
په یوه بله پرمختیا کې، دوه اونۍ د دې سفر تر مخه، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین له امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره تلفوني خبرې کړې وې. نوموړي له طالبانو غوښتي وو چې د سرحدي ګواښونو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د وسلهوالو بریدونو د مخنیوي لپاره همکاري زیاته کړي. دا خبرې وروسته له هغه شوې چې پنځه چینایي وګړي د افغانستان او تاجکستان پوله ته نېږدې ووژل شول.
د سیمې څارونکي باور لري، که څه هم اقتصادي اړیکې کولای شي د افغانانو د ژوند د ښه والي سبب شي، خو د شفافیت نشتوالی، د قانون د حاکمیت ضعف او د طالبانو د سیاسي انحصار دوام لا هم د پایداره پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه دي.




