د تاجیکستان لوړ پوړی دولتي پلاوی کابل ته رسیدلی

د تاجیکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی د شنبې په ورځ، د عقرب ۲۴مه، کابل ته ورسېد. د معتبرو سرچینو په وینا، دغه پلاوی د بهرنیو چارو وزارت، امنیتي ادارو او د دغه هېواد د ځینو مهمو ادارو استازي پکې شامل دي.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه پلاوي اصلي موخه له طالبانو د سیاسی، اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو امکاناتو ارزونه ده.
باوري سرچينې وايي، د پلاوي د سفر په ترڅ کې به د تاجیکستان او طالبانو د ادارې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، ګډو پروژو او سیمهییز تعامل په اړه مفصلې خبرې اترې وشي.
همداراز راپور ورکړل شوی چې د خبرو له مهمو موضوعاتو یوه به په دوشنبه ښار کې د افغانستان د سفارت وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي مسایل وي.
شنونکي باور لري چې دا سفر ښايي د تاجیکستان د پخواني محتاطانه دریځ څخه د یو احتمالي بدلون نښه وي، هغه هېواد چې تر دې مخکې یې طالبانو ته یو سخت دریځ غوره کړی و.




