مهم خبرونهنړیوال

د تاجیکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د چین له لوړپوړي دیپلومات وانګ‌يي سره په دوشنبې ښار کې لیدلي دي او د دواړو هیوادونو د خبرو یوه مهمه برخه د افغانستان پر وضعیت متمرکزه وه. د دواړو هیوادونو د چارواکو په وینا، افغانستان چې د دواړو ګډ ګاونډی دی، په سیمه کې د ثبات لپاره کلیدي رول لري.

په دې کتنه کې دواړو وزیرانو ټینګار کړی چې سره له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو د دې هیواد سولې او ثبات ته سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ اړینې دي. دواړو خواوو ژمنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لورو د خپلمنځي اړیکو، اقتصادي، امنیتي او سیمه‌ییزو سیاستونو په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم بحث کړی دی. چین ټینګار کړی چې غواړي له تاجیکستان سره د “یو کمربند، یوه لار” سترې طرحې کچه نوره هم لوړه کړي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دواړو هیوادونو اړیکې پر متقابل باور ولاړې دي او ګډې همکارۍ یې په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د امنیت او اقتصاد په برخه کې، مخ پر پراخېدو دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button