د تاجیکستان درې پولي بریدګرو مړي وپېژندل شول

باوري سرچینې وایي چې د هغو درې بریدګرو انځورونه د اتهصبح ورځپاڼې ته رسېدلي چې وروسته له ډزو د تاجیکستان پولهساتونکو لخوا وژل شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، مړي د تاجیکستان د «انصارالله» ډلې جنګیالیو پورې تړل کېږي چې د طالبانو د ادارې له ملاتړ څخه برخمن دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاد جنګیالي د پولو په سیمو کې فعال وو او د دوی مشري «حاجي بشر نورزي» ته منسوبه ده؛ هغه څوک چې د افغانستان د نشهیي موادو پدرخوانده بلل کېږي او د طالبانو د مشر له نږدې کسانو څخه شمېرل کېږي. سرچینې زیاتوي چې دغه شبکه د پولو په اوږدو کې د سازمان ورکوونکي رول درلود.
سره له دې، د تاجیکستان امنیتي چارواکو تر اوسه د بریدګرو د رسمي هویت په اړه جزییات نه دي خپاره کړي. دا چوپتیا په داسې حال کې ده چې په وروستیو نښتو کې دوه تاجیک پولهساتونکي وژل شوي دي.
په تازه څرګندونو کې د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې د دوو پولهساتونکو وژل کېدل او له افغانستان څخه د برید ترسره کېدل تایید کړي دي. دې ادارې د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې بخښنه وغواړي او د ترهګریزو بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي. دغه غوښتنه یو ځل بیا د طالبانو د ادارې د مسؤلیت په تړاو پوښتنې راپورته کوي، په ځانګړي ډول د پولي امنیت او د وسلهوالو ډلو د مهار په برخه کې.
تر دې وړاندې هم راپور ورکړل شوی و چې د افغانستان له خاورې د ترسره شوو بریدونو په پایله کې د تاجیکستان په پوله پنځه چینایي اتباع وژل شوي دي؛ دا پېښې د پولي سیمو د امنیتي وضعیت او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.




