تاجکستان: د افغانستان له خاورې د ترسره شويو بریدونو کې پنځه چينايي وګړي وژل شوي

د تاجکستان لوی څارنوال ويلي، چې د افغانستان له خاورې پر دوی د وروستيو پولو بریدونو له امله پنځه چينايي وګړي وژل شوي دي. د ده په وينا، دا پېښې د شمسالدين شاهين او درواز په ولسوالیو کې رامنځته شوي او لومړنۍ څېړنې ښيي چې برید کوونکي د تاجکستان اتباع نه وو.
حبيبالله واحدزاده د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چينايي کارګران په يادو سيمو کې د سړک جوړونې کارونو بوخت وو او پر هغوی برید کېدای شي هڅه وي چې د دوشنبې او بېجينګ اړیکو ته زیان ورسوي. هغه زياته کړه: “د دوی وژل کېدل د چا په ګټه دي؟ دا څرګندوي چې يو شمېر جنايي ډلې نه غواړي سوله ټينګه شي او يا غواړي زموږ اړیکې له چين سره تخريب کړي.”
د لوی څارنوال په وينا، دا پېښه د يوه جنايي قضیې په چوکاټ کې تر څېړنې لاندې ده او اړوند امنیتي بنسټونه څېړنې ته دوام ورکوي. ده د بریدګرو د هويت په اړه جزئيات وړاندې نه کړل.
بل لور ته، د طالبانو اداره تر دې مخکې ويلي و، چې د دوی موندنې ښيي دا بریدونه هغو ډلو ترسره کړي چې موخه یې په سيمه کې د بېباورۍ او بېثباتۍ رامنځته کول دي. د طالبانو چارواکو ټينګار کړی، چې اجازه به ور نه کړي د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې زيانمنې شي.
د افغانستان او تاجکستان ګډه پوله د منځنۍ اسيا له حساسو سيمو څخه شمېرل کېږي او په وروستيو کلونو کې يې د بېلابېلو امنیتي پېښو شاهدی ورکړې ده؛ يوه موضوع چې د سيمهييز ثبات او ګډو اقتصادي پروژو د امنيت په اړه اندېښنې راپارولې دي.




