مهم خبرونهنړیوال

د تایوان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اشغال شویو فلسطیني سیمو ته پټ سفر کړی

د رویټرز خبري آژانس ته باوري سرچینو ویلي چې د تایوان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په وروستیو اونیو کې اشغال شویو فلسطیني سیمو ته یو پټ سفر کړی دی. راپورونه وایي، دغه سفر چې په غیررسمي ډول ترسره شوی، د تایوان او اسراییلي رژیم ترمنځ د امنیتي او تخنیکي همکاریو د ارزونې په موخه ترسره شوی دی.

د سرچینو په وینا، پخوا هم د تایوان چارواکي اشغال شویو سیمو ته تللي، خو دا ځل د تایوان او چین ترمنځ د حساسو اړیکو له امله دغه سفر له زیات دقت او پټوالي سره مل و. د تایوان او تل‌ابیب اړیکې په وروستیو میاشتو کې د بیجینګ او اسراییلي رژیم ترمنځ د جنجال یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده.

چینايي رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې یو شمېر اسراییلي نمایندګانو د تایوان د ناظر غړیتوب لپاره د روغتیا نړیوال سازمان کې ملاتړ څرګند کړی، چې شنونکي یې د امریکا له رضایت سره تړلی اقدام بولي. دا اقدام د چین شدید غبرګون راپارولی، ځکه چې بیجینګ تایوان د خپل خاوره نه بېلتون منونکی برخه بولي او له نورو حکومتونو سره یې هر ډول رسمي اړیکې د مداخلې په توګه ارزوي.

د چینايي سوهو رسنۍ په تحلیل کې راغلي، چې دغه دریځونه یواځې بهرني سیاسي اهداف نه لري، بلکې یو شمېر اسراییلي سیاستوال هم د تایوان سره د نظامي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هیله پر دغه لاره ټينګار کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button