امریکايي سرچینې: د سوریې او اسرائیلو خبرې له بنبست سره مخ شوې

امریکايي سرچینو تایید کړې ده چې د سوریې او اسرائیلو ترمنځ غیرمستقیمې او پټې خبرې، که څه هم چې تماسونه دوام لري، خو عملاً له بنبست سره مخ شوې دي او کوم پام وړ پرمختګ نهلري. دا خبرې مخکې د پاریس په ګډون رسمي ناستې هم لرلې، خو تر اوسه داسې پایله نهده ترلاسه شوې چې د تفاهم لاره هواره کړي.
د معاریو ورځپاڼې د راپور له مخې، د خبرو مهم خنډونه د یو شمېر اساسي اختلافاتو پر سر دي. د ترکیې د ځواکونو حضور په سوريه کې او د اسرائیلي ځواکونو له نیول شویو سیمو د وتلو موضوع هغه عمده ستونزې دي چې دواړه لوري پرې اختلاف لري.
راپور زیاتوي چې د دمشق او واشنګټن ترمنځ هم د سوریې د واکمنۍ بڼې په تړاو اختلافنظر شته؛ په دې توګه چې د مرکزي حکومت تر چتر لاندې اداره او د فدرالي جوړښت ترمنځ لا هم د نظر اختلاف موجود دی. یو امریکايي مقام ویلي چې متحده ایالات غواړي د عراق تجربه په سوریه کې تطبیق کړي.
هممهاله، اسرائیل هڅه کوي د سویلي سوریې د دروزي اقلیت ملاتړ له لارې، په هغو سیمو کې چې د اشغال شوو سیمو پولې ته نږدې دي، خپل نفوذ او حضور ډېر کړي؛ یو داسې کړنلاره چې د خبرو فضا لا نوره پېچلې کړې او بېباوري یې زیاته کړې ده.




