د سوریې د بشري حقونو سازمان: له بشرالاسد وروسته ۱۳۴۸ تنه وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې له ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له اتمې نیټې، چې د بشارالاسد د رژیم د نسکورېدو سره هممهاله ده، تر دې میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۳۴۸ کسان په سوریه کې وژل شوي دي. دغه سازمان اوسنی وضعیت اندېښمنونکی بللی او ویلي یې دي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې ناامني پراخه شوې.
په راپور کې راغلي، له وژل شویو کسانو څخه ۵۷۴ تنه د قومي او مذهبي لاملونو له امله هدف ګرځېدلي دي؛ چې دا موضوع په ډېرو وژنو کې د طایفوي انګیزو مستقیم رول ښيي.
د سوریې د بشري حقونو څار سازمان ټینګار کړی چې دا تاوتریخوالی د سوریې ډېرو ښارونو ته غځېدلی، او دا په داسې حال کې پېښېږي چې خلک له لازم ملاتړ څخه بېبرخې دي او د ټولنې دننه درزونه لا ژور شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې ثبت شوې شمېرې یواځې وچه احصایه نه ده، بلکې دا د ټولنیز یووالي او د سوریایي وگړو د امنیت لپاره یو جدي خبرداری هم دی.




