د سوریې علويان د واکمن نظام پر ضد پنځه ورځنی اعتصاب کوي

شیخ غزال غزال، چې د سوریې د علوي مسلمانانو د عالي اسلامي شورا مشر دی، اعلان کړی چې علوي ټولنه به له دسمبر له ۸مې تر ۱۲مې پورې په ټول هېواد کې پنځه ورځنی سراسری اعتصاب وکړي. د راپورونو له مخې، دا اعتراض چې په سولهيیز ډول ترسره کېږي، د «جولاني عناصر» د دوامدارو جرمونو او د هغه څه پر ضد دی چې د «واکمن نظام» په نوم یادېږي.
د مهر خبري آژانس د المیادین له قوله راپور ورکړی چې شیخ غزال غزال، د «پخواني نظام د سقوط» نه وروسته تحولاتو ته په اشارې سره ویلي، تمه کېده چې له هغې سقوط سره به استبداد هم پای ته ورسېږي، خو عملي نتیجه دا وه چې د آزادۍ تر شعار لاندې د هېواد پاتې شوني هم له منځه ولاړل. نوموړي ټینګار وکړ چې ځینې «واکمنان» هڅه کوي په زور سره د بل لا ظالم نظام د بدیله کېدو جشن ونیسي، حال دا چې خپله د نیولو، وژلو، سر پرې کولو، تښتولو او ورانولو په کارونو کې ښکېل دي.
د علويانو د عالي اسلامي شورا رئیس وویل، ددغه سرتاسري اعتصاب هدف دا دی چې د علويانو د خلکو د وژل کېدو پر ضد غږ پورته شي او له واکمنو څخه زر تر زره غوښتنه وشي چې زرګونه بندي پوځي او ملکي وګړي خوشي کړي. هغه خبرداری ورکړ چې علويان به د هېڅ تېري په مقابل کې چوپ پاتې نه شي او که اړتیا پېښه شي، با «طوفان» به ځواب ورکړي.




