په سيدني کې د وژونکي بريد تړاو داعش سره؛ دوه تورن کسان تر څار لاندې ول

د اسټراليا امنيتي چارواکي وايي چې تازه شواهد، په ځانګړي ډول د داعش تورې بيرغونه، ښيي چې د سیدني ښار د باندي سمندرغاړې پر مذهبي مراسمو د مخ کړې وژونکې ډزې له داعش ترهګرې ډلې سره تړاو لري. دا برید د یکشنبې په ورځ د یهودانو د «حنوکا» جشن پر مهال ترسره شو، چې درنه مرګژوبله یې واړوله.
د اسټراليایي دولتي رسنۍ «ايبيسي» د راپور له مخې، نويد اکرم چې د دې برید یو له دوه بريدګرو څخه و، له کلونو راهيسې د داعش یوې حجرې سره د نږدې اړیکو له امله د استخباراتي ادارو تر څار لاندې و. راپور زياتوي چې نوموړي له خپل پلار، ساجد اکرم سره يو ځای پر ګډونوالو ډزې وکړې.
په دې ډزو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۴۰ پورې نور ټپيان شوي دي. ساجد اکرم د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو، او نويد اکرم چې ټپي شوی و، روغتون ته لېږدول شوی دی.
د یکشنبې په ماښام د اسټرالیا پولیسو د دغې کورنۍ پر کور، چې په سويلي لوېديځ سیدني کې د بانیریګ په سيمه کې موقعيت لري، چاپه واچوله. دغه راز، د تروریزم سره د مبارزې ګډ ټیم، چې له فدرالي او ایالتي ځواکونو څخه جوړ شوی، پراخې پلټنې پیل کړې دي.
امنيتي چارواکي وايي چې د بريد کوونکو په موټر کې، چې د پېښې ساحې ته نږدې تم شوی و، دوه د داعش بيرغونه موندل شوي. د پيښې له ځايه اخيستل شوې انځورونه ښيي چې یو بيرغ د موټر پر کاپوت پروت و.
د تروریزم ضد ډلې یو لوړپوړي غړي ويلي چې نويد اکرم شاوخوا شپږ کاله وړاندې هغه مهال د استخباراتو تر څار لاندې راغی، چې د داعش لخوا پلان شوی یو برید شنډ شو. دا څار وروسته تر هغه لا شدت وموند، چې اسحاق مطاري، د داعش يو مهم غړی، ونيول شو.
د معلوماتو له مخې، نويد اکرم له اسحاق مطاري سره نږدې اړیکې لرلې. مطاري، چې ځان د داعش مشر معرفي کړی، دا مهال د ترهګریزو بریدونو د پلان جوړونې په تور د بند سزا تېروي.
د اسټرالیا د استخباراتو يو لوړپوړي مقام، مايک برجس، ويلي چې له بريدګرو څخه یو د امنیتي ادارو لهخوا پېژندل شوی و، خو هغه مهال یې فعالیت تر فوري ګواښ لاندې نه و ارزول شوی.




