سويس د د امريکا د پوځې الوتکو د تېرېدو غوښتنه رد کړه

د سويس حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بېطرفۍ د تګلارې له مخې يې د امريکا د متحده ايالاتو دوه غوښتنې د پوځې او رسمي الوتکو د تېرېدو لپاره رد کړې او يوازې درې نورو پروازونو ته يې اجازه ورکړې ده.
د الجزيرې د راپور له مخې، سويسي چارواکو ويلي چې د واشنګټن غوښتنې په جلا توګه ارزول شوې او وروستى پرېکړه د کورنيو قوانينو او د بېطرفۍ د اصل پر بنسټ شوې ده.
د سويس فدرالي شورا ټينګار کړی چې د «بېطرفۍ قانون» له مخې، د هغو هېوادونو پوځې الوتکې چې په پوځي شخړو کې ښکېل دي، نشي کولی د سويس د هوايي حريم څخه استفاده وکړي. سويس د يو بېطرف هېواد په توګه تل هڅه کړې چې له مستقيمې او غير مستقيمې پوځي ښکېلتيا څخه ډډه وکړي.
خو د سويس حکومت روښانه کړې چې د هېواد د هوايي حريم کارول د بشري مرستو لپاره، لکه د طبي او امدادي مرستو د لېږد په موخو، جايز ګڼل کېږي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې بېطرفي د سويس د بهرنۍ تګلارې له بنسټيزو اصولو څخه ګڼل کېږي.




