د هېواد د درملتونونو د سروې او بيا ثبت پروګرام پيل شو

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او دوا مرستيالې اعلان کړی چې د هېواد د ټولو درملتونونو د سروې او بيا ثبت پروژه يې پيل کړې ده، څو دا سکتور لا ښه تنظيم، شفافيت زيات او د درملو د خدمتونو کيفيت لوړ شي. د دې پروګرام له مخې به ټول درملتونونه تر څارنې لاندې وي او د هغوی فعاليتونه به قانوني کېږي.
مولوي نورجلال جلالي، د عامې روغتيا سرپرست وزير د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې د خوړو او درملو اړوند قوانينو تطبيق د خلکو د سالم ژوند لپاره ضروري دی، او هر ډول سهلانګاري پدې برخه کې د خلکو روغتيا ته زيان رسولی شي. نوموړي ومنله چې په تيرو کلونو کې د درملتونونو په برخه کې پراخې ستونزې موجودې وې او د اغېزمنې څارنې نشتوالي د ثبت نه شوو درملتونونو او د بېکيفيته دواګانو د خرڅلاو زمينه برابره کړې وه.
د جلالي په وينا، په ځينو سيمو کې آن د خوراکي توکو دوکاندارانو هم د دوا خرڅلاو کاوه چې دا د صحي قوانينو د نه تطبيق يو جدي کمزوري ده. نوموړي ټينګار وکړ چې د دې پروژې په تطبيق سره به د غيرمعياري دواګانو له عرضه مخنيوی وشي او درملتونونه به اړ وي چې مسلکي اصول مراعت کړي.
د عامې روغتيا سرپرست وزير همدارنګه د داخلي معياري توليداتو پر اهميت ټينګار وکړ او له پانګهوالو يې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي؛ خو د روغتيايي چارو کارپوهان وايي چې پرته له خپلواکه او روڼ نظارت څخه، د پانګونې هڅونه يوازې د خلکو باور نه شي پياوړی کولای.
په همدې حال کې محمدرستم محمدي، د خوړو او دوا مرستيالې د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر وويل چې دا پروژه به په درې پړاوونو کې عملي شي: د آرشيف ډيجيټل کول، د درملتونونو سروې او ثبت، او په پای کې د برېښنايي پنځه کلن جوازونو صادرول. د ده په وينا، د ټولو درملتونونو موقعيتونه به د جیپياېس له لارې ثبت کېږي او معلومات به د دې مرستيالې د وېبپاڼې له لارې د خلکو په واک کې ورکول کېږي.
حسيبالله حداد، د پروژې مسؤول وويل چې دغه برنامه به په ملي کچه عملي کېږي او د هغې د تطبيق لپاره ۶۰ ميليونه او ۸۰۰ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي. د ده په وينا، د دې پروژې اصلي موخه دا ده چې د هېواد پر وګړو د اساسي دواګانو عادلانه لاسرسی ښه شي، د غيرمعياري دواګانو خرڅلاو راکم شي او د خلکو باور په روغتيايي نظام زيات شي. خو د دې هدف ترسيدل د طالبانو د ادارې د روڼتيا او عملي ځوابويونکۍ تګلارې پورې تړلی بلل شوی دی.




