په بلخ کې د افغان–تاجک د نفتو حوزې سروی د ازبکستاني شرکت له خوا پیل شوه

د طالبانو د معادن او پترولیم وزارت اعلان کړی چې د هېواد په شمال کې د افغان–تاجک د نفتو د حوزې سروی د یوه ازبکستاني شرکت له خوا پیل شوې ده. دا پروژه د بلخ ولایت درې نفتخېزې بلاکونه رانغاړي.
د دې وزارت د چهارشنبې په ورځ، د حوت په شپږمه نېټه خپور شوي خبر لیک له مخې، سروی به د «میدان محمدجان»، «احمدآباد» او «شمر» په بلاکونو کې ترسره شي. د وزارت په وینا، د دغو سیمو د دوهبعدي لړزېزې سروی ترسره کول د ازبکستاني «آویزسیز» شرکت ته سپارل شوي دي.
د طالبانو اداره د دغو درې بلاکونو ټولیزه مساحت ۷،۶۱۷ کیلومتره مربع ښودلې او د افغان–تاجک حوزه یې د هېواد په شمال کې له هغو لویو او تثبیت شوو نفتو حوزو څخه ګڼلې ده. دغه حوزه په هغو سیمو کې شامله ده چې د افغانستان د شمالي پولو په اوږدو کې د نفتو او ګازو د استخراج وړتیا لري.
په تېرو څلورو کلونو کې، د طالبانو اداره د هېواد د لویو کانونو د استخراج او تړونونو د عقد پروسه چټکه کړې ده. خو یو شمېر ښاریان او د معدني چارو شنونکي ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت د کورني او نړیوال مشروعیت نشتوالی، د دغو تړونونو څرنګوالی او د کانونو د استخراج شفافیت له جدي پوښتنو سره مخامخ کړی دی.
منتقدان غوښتنه کوي چې باید د شفاف نظارت، د تړونونو د جزئیاتو د خپرېدو او د ملي ګټو د تضمین په موخه د سترې معدني او نفتۍ پروژې په دقیق ډول وڅارل شي، ځکه چې کانونه او طبیعي سرچینې د هېواد د ولس عامه شتمنۍ دي او هر ډول استخراج یې باید په روښانه حساب ورکونه او د افغانستان د خلکو د اوږدمهالو ګټو په چوکاټ کې ترسره شي.




