مهم خبرونهنړیوال

په سوډان کې د ملګرو ملتونو پر تأسیساتو د ډرون برید ۶ سوله ساتونکي ووژل

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، چې د سوډان د سویلي کردفان په مرکز کادوقلي ښار کې د دې سازمان پر یوه لوژستیکي اډه د ډرون برید له امله شپږ تنه د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

گوترش زیاتوي، د پېښې ټول قربانیان د بنګله‌دېش تبعه‌گان دي او د ملګرو ملتونو د موقتي امنیتي ځواک (یونیسفا) په چوکاټ کې یې د آبییې په سیمه کې دنده اجرا کوله. یاده اډه په یوه داسې سیمه کې موقعیت لري چې د دوامدارو نښتو له امله د سوډان له تر ټولو حساسو امنیتي سیمو شمېرل کېږي.

سرمنشي دغه برید په کلکه غندلی او «نه توجیه کېدونکی» بللی دی. هغه خبرداری ورکړی چې د سوله ساتونکو پر وړاندې هدفمند بریدونه ښايي د نړیوالو قوانینو له مخې د جنګي جنایتونو په کتار کې راشي.

گوترش همداراز غوښتنه کړې چې د برید عاملین باید ژر تر ژره وپېژندل شي او حساب ورکونکي وګرځي. نوموړي ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو خوندیتوب د بشري او سوله ساتو مأموریتونو د دوام لپاره حیاتي اهمیت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button