مهم خبرونهنړیوال

په شمالي کردفان کې د اوارګانو پر بس برید ۲۴ کسان وژلي دي

د سودان د ډاکترانو شبکه وایي، د چټک ملاتړ ځواکونو د برید له امله د اوارګانو یو بس چې له جګړې تښتېدل، په شمالي کردفان ایالت کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې، د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د جګړې له سیمو د تېښتې پر مهال هدف ګرځول شوي دي.

په د همدې ادارې اعلامیه کې راغلي چې دغه بس ملکي وګړي لېږدول او د هغه هدف ګرځول د سودان د جګړې پر مهال د ملکیانو د خونديتوب په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي. د سودان د ډاکترانو شبکه د قربانیانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په عین وخت کې، د ملګرو ملتونو اړوندو سرچینو ویلي چې په شمالي کردفان کې د یوې بشري مرستو پر کاروان برید کې هم یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. د دغو سرچینو په وینا، برید هغه مهال شوی چې د مرستو کاروان په خوځښت کې و، او د دې برید په نتیجه کې څو د خوړو بار لارۍ سوځېدلې او ټولې مرستې له منځه تللې دي.

د سودان د ډاکترانو شبکه مخکې هم ویلي وه چې د نړیوالو خوړو پروګرام د مرستو پر کاروان د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو. په هغه پېښه کې د مرستو لارۍ د «الله کریم»، «السمیح»، «الرهد» او د «ام روابه» ښار دننه هدف ګرځول شوې وې.

د دې شبکې په وینا، دغه لارۍ د العبیید ښار اوارګانو ته د مرستو د لېږد په لاره کې وې، او د هغو هدف ګرځول د نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده؛ هغه قوانین چې د ملکیانو د ساتنې او د بشري مرستو د خوندي رسېدو لپاره جوړ شوي دي. دغه اداره له خپلواکو او شفافو تحقیقاتو، او همدارنګه له بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې، څو د مرستندویانو خوندیتوب تضمین او د بریدونو عاملان له مجازاته خوندي پاتې نه شي.

د چټک ملاتړ ځواکونو تر دې دمه په دې پېښو غبرګون نه دی ښودلی. د سودان وسله‌والې جګړې د ۲۰۲۳م کال د اپریل له میاشتې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو د قوماندان محمد حمدان دقلو، چې حمیدتي په نوم پېژندل کېږي، ترمنځ پیل شوې، او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو منځګړیتوب هڅو تر اوسه څرګندې پايلې نه دي لرلې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button