مهم خبرونهنړیوال

په سودان کې د چټک غبرګون ځواکونو ډرون برید کې ۳۳ ماشومان وژل شوي

د سودان د ډاکټرانو شبکې ویلي، چې د چټک غبرګون ځواکونو په یوه ډرون برید کې، چې د جنوبي کردفان ایالت د کالوجي ښار یوه ماشوم روزنځای یې په نښه کړی و، لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي، چې ۳۳ یې ماشومان دي. دغه پېښه د وروستیو خونړیو بریدونو له ډلې یوه ګڼل شوې چې ملکي وګړي یې په نښه کړي دي.

د «بیړنیو وکیلانو» په نوم سازمان، چې په سودان کې د ملکي وګړو پر ضد تاوتریخوالي پېښې ثبتوي، اعلان کړی چې یاد ماشوم روزنځای درېیم ملکی ځای دی چې په وروستیو ورځو کې د کردفان په سیمه کې په نښه شوی دی. دغه سازمان دا هم ویلي، چې له روغتیايي کارکوونکو او اوسېدونکو وروسته دا بېرته پیل شوي بریدونه سیمه له یو نوي بشري بحران سره مخ کولی شي.

په خپره شوې بیانیه کې، یاد سازمان د چټک غبرګون ځواکونه د دې وژنو اصلي مسؤول بللي او دا یې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ګڼلې ده. د دې سازمان په وینا، د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ملکي زیربناوو ساتنه د بشرپالونکو قوانینو اساسي اصلونه دي، او د دغو اصولو نقض جنګي جنایت ګڼل کېږي.

د سودان د ډاکټرانو شبکې خبرداری ورکړی چې د مړو شمېر ښایي لوړ شي، ځکه له جګړه‌ځپلو سیمو سره اړیکې سختې دي او ډېرې سیمې له لومړنیو روغتیايي او مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي.

په سودان کې د یونیسف استازي، دې خونړي برید ته په غبرګون کې، د ماشومانو وژل په یوې زده‌کړیزې ادارې کې «د ماشوم د حقونو فجیع نقض» بللی او له ټولو ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې سمدستي پر ملکي وګړو حملې بندې کړي. ده ټینګار کړی چې بشري مرستې باید پرته له خنډه او په بشپړ امنیت کې ورسول شي.

په سودان کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ جګړه شاوخوا دوه کاله مخکې پیل شوې، او تر اوسه یې پراخ تلفات پرې ایښي دي. کارپوهانو خبرداری ورکړی که دغه وضعیت همداسې دوام ومومي، نو د کردفان او دارفور په څېر سیمې به له ډېرو بشرې ناورینونو سره مخ شي.

په سودان کې د تاوتریخوالي دوام یو ځل بیا د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل روښانه کوي؛ څرنګه چې د بشري حقونو څار سازمانونه له ملګرو ملتونو او اغېزناکو حکومتونو غوښتي، چې د دې خونړي ناورین د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button