په غزه کې طوفان او سختو بارانونو ۱۴ تنه وژلي دي

د غزې د داخله چارو او ملي امنیت وزارت وايي چې د سختو طوفانونو او بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د بادونو او باران زور د کورونو او خیمو د نړېدو لامل شوی، دغه کورونه او خیمې دمخه د اسرایلي بریدونو له امله زیانمن شوي وو او د جګړې له امله بېځایه شویو کسانو ته پناه ځایونه وو.
د الجزیرې د راپور له مخې، تېره شپه طوفان د غزې په شمال کې تر ټولو ډېر تلفات اړولي، هغه ځای چې د بیرالنَعجه په سیمه کې د یوه کور نړېدو پنځه تنه وژلي دي. د جمعې په سهار هم د رِمال په سیمه کې د یوې دېوال خیمو ته پر لوېدو دوه نور تنه ووژل. سیمهییز چارواکي وایي چې کمزوري او لا له مخکې زیانمن شوي جوړښتونه د بارانونو پر وړاندې مقاومت نهشي کولی.
د غزې د داخله وزارت زیاتوي چې له طوفان سره هممهاله تر دې دمه بیړنیو مرستو ته د زنګ وهلو له لارې له ۴۳۰۰ زیات تماسونه ترلاسه شوي او لږ تر لږه دولس د ودانیو د نړېدو پېښې ثبت شوي دي. دا ودانۍ تر ډېره دمخه د اسرایلي بریدونو له امله ویجاړې شوې وې.
مرستندویه ادارې او بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د بارانونو په دوام سره، په غزه کې انساني وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. ډېری خلک د مناسبو سرپناوو له نشتوالي سره مخ دي او د خیمو، د سون موادو او ژمنیو مرستو کمښت د بېځایه شویو خلکو کړاوونه لا زیات کړي دي. نړیوال تحلیلګران وايي، د مناسبې زیربنا نشتوالی او اوږدمهاله محاصره، هر طبیعي بحران په یوه بشري فاجعه بدلوي.




