استارمر د ټرمپ د ګواښ پر وړاندې: پرېکړې به د برتانيا د ملي ګټو پر بنسټ نيسم

د برتانيا لومړي وزير کير استارمر ويلي، سره له دې چې د امريکا د ولسمشر دونالد ټرمپ فشارونه زيات شوي، لندن به له ايران سره جګړې ته نه شاملېږي. نوموړي د چارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې د هېواد دريځ به په دې برخه کې نه بدلېږي.
د بيبيسي د راپور له مخې، استارمر دا څرګندونې د ټرمپ د هغه ګواښ په اړه وکړې چې ګواکې امريکا کېدای شي له برتانيا خپل ملاتړ ودروي. هغه وويل، پر ده ډېر فشار راوړل شوی څو په خپل تصميم کې بدلون راولي، خو زياته يې کړه چې د لومړي وزير په توګه پرېکړې د برتانيا د ملي ګټو له مخې کوي.
د برتانيا لومړي وزير همدارنګه د امريکا د ولسمشر سره د اړيکو د يخېدو د ګنګوسو په غبرګون کې وويل، هېواد يې نه غواړي د اروپا او امريکا تر منځ يو لور ته انتخاب وکړي. هغه زياته کړه چې د لندن په ګټه ده چې له امريکا او اروپايي هېوادونو سره خپل پياوړي اړيکې يو وخت وساتي.
په همدې حال کې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ ويلي، له ايران سره جګړه کېدای شي په راتلونکو دوو تر دريو اونيو کې پاى ته ورسېږي او د هرمز تنګي د پرانستې ساتلو مسووليت به هغو هېوادونو ته وسپاري چې له دې ستراتيژيکې لارې ګټه اخلي. هرمز تنګى د سيمې يو له مهمو د انرژۍ د لېږد لارو څخه ګڼل کېږي.




