مهم خبرونهنړیوال
د هسپانيا لومړی وزیر: د ايران پر ضد جګړې په وړاندې چوپتيا د ليدلوري نښه نه ده

د هسپانيا لومړي وزير د ايران پر ضد د وروستيو جګړهييزو بدلونونو په اړه د نړيوالې ټولنې چوپتيا وغانده او ويې ويل، دا چلند د ليدلوري او لرليد نښه نه ده. نوموړي ټينګار وکړ چې هغه څه چې په تېره يوه مياشت کې پېښ شوي او پراخې ورانيانې يې رامنځته کړي، د دې جګړې د لاستهراوړنو او پايلو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي. د ده په وينا، بايد دا روښانه شي چې د دې بهير دوام به څه پایلې ولري. د هسپانيا لومړي وزير همدارنګه زياته کړه چې ايران په تېرو څلورو لسيزو کې د داسې حالاتو د مقابلې لپاره ځان چمتو کړی دی. نوموړي وويل، اوسنی حالت د عراق له سناريو سره د پرتله وړ نه دی، ځکه دا وضعيت خورا پېچلی او ستونزمن دی.




