مهم خبرونهنړیوال

هسپانیا یو ځل بیا د سیمې له جګړې سره خپله مخالفت څرګند کړ

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د خپل هېواد مخالفت له جګړې سره په منځني ختیځ کې اعلان کړ او له اروپايي اتحادیې یې وغوښتل چې د هغه څه په وړاندې چې یې «یو اړخیزه جګړه» وبلله، ګډ دریځ خپل کړي. ده ټینګار وکړ چې اروپا باید په داسې جګړه کې ښکېله نه شي چې نه یې ځان پورې اړه ګڼي او نه هم د پرېکړې په بهیر کې برخه لري.

دغه هسپانوی چارواکي وویل، اروپايي اتحادیه مکلفه ده له دې ډول شخړو سره مخالفت وکړي، ځکه د دې پایلې په مستقیم ډول د اروپايي هېوادونو پر حالاتو اغېز کوي. د ده په وینا، د انرژۍ د بیو لوړوالی چې اوس اروپايي وګړي ورسره مخ دي، د منځني ختیځ د کړکېچ له څرګندو پایلو څخه دی.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه څرګنده کړه چې د اروپايي اتحادیې نور غړي باید په همغږې بڼه هر ډول جګړه وغندي، که په اوکراین کې وي او که په منځني ختیځ کې. ده ټینګار وکړ چې اروپا باید د نړیوالو کړکېچونو په وړاندې یوه واحده تګلاره خپله کړي.

د هسپانیا چارواکو تر دې مخکې هم د هغه څه پر وړاندې، چې یې د «متحده ایالاتو جګړه‌پارونه کړنې» بللي، مخالفت څرګند کړی دی. هغوی په ځانګړي ډول د هرمز تنګي کې د هر ډول پوځي مداخلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دیپلوماتیکو حل‌لارو پر کارولو ټینګار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button