ټولنه‌یزمهم خبرونه

د هسپانیا بهرنیو چارو وزارت یوه خونه د افغان ښځو او نجونو په نوم ونوموله

د «ښځې د افغانستان لپاره» په نوم یوې مؤسسې ویلي چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه خونه د «افغان ښځو او نجونو» په نوم نومولې ده. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوئل آلبارس، دا اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې دا ګام د افغانستان د ښځو او نجونو د مقاومت او مبارزو د درناوي په موخه اخیستل شوی دی.یاده خونه مخکې په ۲۰۲۲ کال کې د «زموږ غږ واورئ» تر عنوان لاندې د یوې ناستې کوربه هم پاتې شوې، او د دې ناستې د افغان ښځینه ګډونوالو یوه انځور هم اخیستل شوی دی.په یوه ناسته کې چې د قوس/آذر په ۲۱مه نېټه د هسپانیا د بهرنیو چارو په وزارت کې ترسره شوه، لسګونو افغان ښځو ګډون کړی و، چې موخه یې د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړ و.د هسپانوي چارواکو لخوا په دې ناسته کې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر تعهد ټینګار شوی، او د طالبانو لخوا پر هغوی محدودیتونه او د بشري حقونو پر نقض نیوکې شوې دي. دوی له نړۍ وغوښتل چې دې زیان منې ډلې ته لا ډېره پاملرنه وشي.هسپانیا د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته یو شمېر افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکړه، او تل یې د هغوی د حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button