د سویلي کوریا له لوري ختیځ افغانستان ته د زلزلهځپلو لپاره یو میلیونه ډالره مرسته

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیسارۍ (UNHCR) د افغانستان لپاره استازولۍ اعلان کړی چې د سویلي کوریا جمهوریت له لوري به د افغانستان ختیځو سیمو د زلزلهځپلو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یو میلیونه ډالره مرسته وکړي.
یاده مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې د هېواد ختیځ ولایتونو اوسېدونکي، په ځانګړي ډول تازه د زلزلو له امله متضرر شوي کسان او له پاکستان څخه راستانه شوې کورنۍ، د ژمي له پیل سره له سختو شرایطو سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د UNHCR په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د عقرب ۲۶مه) خپره شوې، ویل شوي چې دغه مرسته به د هغو زیانمنو ټولنو په ملاتړ کې چې له پاکستانه راستانه شوي هم شامل دي، د بشري او حمایوي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېره مهمه وي او له دې سره به په دغو سیمو کې د بشري بحران د کمېدو لپاره مهم رول ولوبوي.
طالبانو اداره چې د ژمي له پیله تر دې دمه د زلزلهځپلو او راستانهشويو لپاره اغېزمن اقدامات نهدي کړي، یو ځل بیا د بحران د مدیریت په برخه کې خپله ناتواني ښوولې ده. د دغو کورنیو وضعیت ته بېپروایي کولای شي د بشري زیانونو د زیاتېدو لامل شي.
که څه هم د سویلي کوریا په څېر بهرنۍ مرستې دوام لري، خو د طالبانو اداره تر اوسه نه یوازې دا چې داخلي سرچینې سمې نهدي تنظیم کړې، بلکې په ډېرو مواردو کې یې د مرستو د وېش بهیر له ستونزو سره مخ کړی.




