په لغمان کې د ۶۰۰ کورنیو لپاره د لمر ځواک پر بنسټ د اوبو رسونې شبکه جوړیږي

د ملګروملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) اعلان کړی چې د لغمان ولایت د باباصاحب د بېرته راستانه شویو او بېځایه شویو کسانو په کمپ کې د څښاک د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره یوه لویه د اوبو رسونې شبکه د جوړېدو په حال کې ده.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې کمپ ګڼې کورنۍ په تېرو کلونو کې د پاکو اوبو د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ وې، هغه ستونزه چې د هغوی ورځنی ژوند او روغتیایي وضعیت یې په مستقیم ډول اغېزمن کړی دی.
دا پروژه د ملګروملتونو د ځانګړي باور صندوق (UN_STFA) په ملاتړ پلي کېږي، او د اوبو د برابرولو او وېش لپاره به د لمر د انرژۍ سیستم څخه استفاده وشي؛ هغه لاره چې هم دوامداره بلل کېږي او هم د لرې پرتو سیمو لپاره مناسبه ګڼل کېږي.
د UN-Habitat مسؤلین وايي، دا د اوبو رسونې شبکه به له بشپړېدو وروسته د شاوخوا ۶۰۰ کورنیو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي او کولای شي د دې کمپ د اوسېدونکو لپاره د ژغورنې یو فرصت وي.




