ټولنه‌یزمهم خبرونه

په کونړ کې د نورګل ولسوالۍ زلزله‌ځپلو ۷۵۰ کورنیو ته د سولر کټونو وېش

د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي چې د ډنمارک د کډوالو شورا په همکارۍ، د نورګل ولسوالۍ ۷۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته د سولر کټونو وېش ترسره شوی دی. دا مرسته د متضررو کورنیو د بنسټیزو اړتیاوو د بېړني پوره کولو په موخه برابره شوې ده.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، د مرستو وېش وروسته له هغه پیل شو چې سروی او د زیانمنو کورنیو اړتیاوې وپېژندل شوې. چارواکي وايي، د مرستې په دې بهیر کې هغو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شو چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی و.

محلي چارواکي زیاتوي، سولر کټونه به د کورونو د روښانتیا او د ورځنیو ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې ژمی او د ژوند د اسانتیاوو کمښت د سیمې اوسېدونکو ته له ستونزو ډک حالت رامنځ ته کړی دی.

کونړ د افغانستان له ختیځو ولایتونو څخه دی چې د غرني جغرافیا له امله د طبیعي پېښو پر مهال د بیړنیو خدمتونو او مرستو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخامخېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button