سهیل شاهین: پاکستان د پوځي لارې غوره کړې ده

سهیل شاهین، د طالبانو د ادارې استازی په قطر کې، د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې اسلاماباد پوځي تګلار غوره کړې او د دواړو لورو ترمنځ هېڅ پټ خبرې نه روانې دي.
هغه د هندوستان له «اېنډيټيوي» شبکې سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو اداره غواړي ستونزې په سولهیزه توګه حل کړي، خو د هغه په وینا، پاکستان د برید لاره غوره کړې ده. شاهین خبرداری ورکړ چې دا اقدام «په خپله ژبه ځواب ورکړل شي».
د طالبانو د ادارې استازي د پاکستان د پوځ هغه ادعا بېاساسه وبلله چې ګنې هوايي بریدونه د پاکستاني طالبانو یا «ټيټيپي» پر ضد ترسره شوي دي، او زیاته یې کړه چې دغه بریدونه د دغه عنوان په نوم توجیه کېدلی نه شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې داسې مهال دوام لري چې په وروستیو میاشتو کې د پولهیزې سیمې په اوږدو کې د نښتو او هوايي بریدونو راپورونه خپاره شوي دي. له دې سره، د طالبانو د ادارې لهخوا د ګواښونو د ژبې تندوالی اندېښنې پارولي چې ښايي ترینګلتیاوې زیاتې او د سرحدي سیمو پر اوسېدونکیو اغېز وکړي؛ هغه سیمې چې مخکې هم د بېثباتۍ او ناامنۍ شاهدې وې.




