سياستمهم خبرونه

سهیل شاهین د افغانستان د څوکۍ غوښتنه په ملګرو ملتونو کې وکړه

سهیل شاهین، چې د طالبانو د ادارې سرپرست سفیر په دوحه کې دی، ویلي چې دا اداره له نژدې پنځو کلونو راهیسې د افغانستان پر واکمنېدو وروسته ځان د دې وړ ګڼي چې د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې تر لاسه کړي. هغه ټینګار کړی چې د طالبانو اداره باید په دې نړیوال سازمان کې د هېواد رسمي استازیتوب ولري.

د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې، د پخواني نظام له سقوط وروسته، لا تر اوسه هغه استازي ته نه ده سپارل شوې چې د طالبانو له لوري اعلان شوی دی. د هر هېواد د استازي د منلو پرېکړه د ټاکلو پروسیجرونو او د عمومي اسامبلۍ د اعتبارنامو د کمېټې د رایو پر بنسټ تر سره کېږي.

سره له دې چې طالبانو ته له څو کلونو راهیسې بېرته واک ورغلی، تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه ده پېژندلې. نړېوالې ټولنې څو ځله ټینګار کړی چې د یو ټولشموله حکومت جوړښت، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب، او د بنسټیزو ازادیو تامین، د رسمي تعامل لپاره اساسي شرطونه دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره پر خپل حق د دې څوکۍ د ترلاسه کولو ټینګار کوي، د نجونو د زده‌کړو، د مېرمنو د کار او د وګړو د سیاسي ګډون پر محدودیتونو دوام، لا هم یو له هغو اصلي خنډونو څخه دی چې د دې ادارې نړيواله منل کېدل يې له جدي ننګونو سره مخ کړي. ډېری شنونکي باور لري چې که په کورنیو تګلارو کې څرګند بدلونونه رامنځته نه شي، د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې ترلاسه کول به له سختو ستونزو سره مخ وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button