په ۲۰ ولایتونو کې د واورې او ناڅاپي سېلابونو خبرداری

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت خبرداری ورکړی چې سبا په هېواد کې د شلو ولایتونو په کچه د نسبتاً درنې واورې، باران، رعد او برق او ناڅاپي سېلابونو امکان شته. دا خبرداری د مهمو ولایتونو او تګلارو، په ځانګړي ډول د سالنګونو، لپاره هم صادر شوی دی.
د دغه وزارت د ایکس پاڼې د معلوماتو له مخې، کابل، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنگان، بامیان، دایکنډي، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، بغلان، پنجشېر، لغمان، نورستان او کنړ به د دې هوايي حالت تر اغېز لاندې وي.
وزارت په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلیمتره او د واورې ورښت له ۱۰ تر ۴۰ میلیمتره اټکل کړی دی. دغه وضعیت کولی شي په ځینو لارو کې د تګ راتګ ستونزې رامنځته کړي.
همداراز خبرداری ورکړل شوی چې په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو، په ګډون د سالنګونو، کې د سختو بادونو د وزېدو امکان هم شته، او د بادونو چټکتیا په ځینو سیمو کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې رسېدلی شي. کارپوهان تل ټینګار کوي چې د بحران د نه اغېزمن مدیریت او محلي خبرتیا نشتوالی کولی شي د دا ډول طبیعي پېښو پایلې د خلکو لپاره لا پسې زیاتې کړي.




