امنیت او پېښې
د واورې اورښت د څو ولایتونو د تګ راتګ لارې تړلي دي

د طالبان د عامه خدماتو ریاست ویلي چې د وروستیو واورو اورښتونو له امله د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې مهمې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د دغه ریاست لهخوا د دوشنبې په غرمې، د دلوې په شپږمه نېټه، خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندهار–ارزګان لویه لاره، د غزني ولایت د جغتو او ناوور ولسوالیو ځینې مواصلاتي لارې او همدارنګه د غور ولایت یو شمېر لارې اوسمهال تړلې دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دغو لارو تړل د یادو سیمو د اوسېدونکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی او د خدماتو ترلاسه کولو او د توکو د لېږد په برخه کې اندېښنې رامنځته کړي دي.
د طالبانو د عامه خدماتو ریاست دا هم ویلي چې له هوا د ښهوالي سره سم به قراردادي شرکتونه د واورو د پاکولو چارې پیل کړي څو د تګ راتګ بهیر بېرته عادي شي.




