د څلورو ولایتونو لپاره د واورې او باران ورښت خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت تر چتر لاندې د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې په راتلونکو ورځو کې د هېواد په شمال ختیځ کې څلورو ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت احتمال شته.
دغه اداره د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۶مه، یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بدخشان، پنجشیر، بغلان او تخار ولایتونه له شدیدو هوايي بدلونونو سره مخ دي. د ادارې په وینا، په دغه سیمو کې د واورې د ورښت اندازه ښايي تر ۱۰ تر ۲۰ سانتيمتره پورې وي.
دغو ولایتونو کې خلک په تېرو کلونو کې هم د واورې ښوېدو، ځمکې ښوېدو او د سړکونو بندېدو له ستونزو سره مخامخ شوي دي. سره له دې، د طالبانو اداره تر اوسه د ژمي له سختو حالاتو سره د مقابله لپاره کوم اغېزناک او منظم پلان نهدی وړاندې کړی.
د اقلیم کارپوهان وايي، د سړکونو د نیمګړو بنسټیزو جوړښتونو او د کافي ژغورنیزو وسایلو نشتوالي له امله پراخې ورښتونه کولای شي چې د خلکو ورځنی ژوند، په ځانګړې توګه په غرنیزو سیمو کې، له سختو ستونزو سره مخ کړي.
هغوی له طالبانو غوښتي چې د ورښتونو له پیلېدو مخکې لازم تدابیر ونیسي او د تېرو کلونو د کړکېچونو له بیا تکرار څخه مخنیوی وکړي.




