په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو خبرداری ورکړل شو

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران، رعد او برق او د ناڅاپي سېلابونو د احتمال په اړه خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې د احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.
دغه وزارت چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، په یوه اعلامیه کې چې په «ایکس» پاڼه خپره شوې ده لیکلي، چې نن او سبا په کابل، نورستان، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، بغلان، سمنګان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، غور، بادغیس، فاریاب او سرپل ولایتونو کې، د سالنګونو په ګډون، د نسبتاً درنو واورو او باران امکان شته.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۴۰ میلی مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۵۰ میلی مترو پورې اټکل شوې ده، چې کېدای شي د لارو بندېدو او د ناڅاپي سېلابونو د خطر زیاتېدو لامل شي.
همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې د هېواد په شمال لوېدیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې، د سالنګونو په ګډون، د سختو بادونو احتمال شته او د دغو بادونو سرعت په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت اټکل شوی دی؛ هغه وضعیت چې کولای شي تګ راتګ، ترانسپورت او د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړي.




