د ۲۸ ولایتونو لپاره د واورې او باران د اورښت خبرداری

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې په نن او سبا ورځو کې به د هېواد ۲۸ ولایتونه له واورې، سخت باران او د برېښنا له څپې سره مخامخ شي. د دغه وزارت په وینا، سالنګونه هم د دې هوايي څپه له اغېزو څخه برخمن دي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، پروان، بغلان، ننګرهار، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونه د دې هوايي بدلونونو تر اغېز لاندې دي.
د اورښت اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۵ میلیمتره اټکل شوې ده او د واورې لوښته هم له ۱۰ تر ۳۰ سانتيمتره اټکل کېږي. دغه بارښتونه کېدای شي په ځینو لویو لارو او غرنیو دهلیزونو کې د تګ راتګ ستونزې رامنځته کړي.
همدارنګه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې په شمالي، لوېديځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً تندو بادونو احتمال هم شته. د دې بادونو چټکتیا په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره په ساعت اټکل شوې ده.




