ټولنهیزمهم خبرونه
په لس ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رییس ویلي چې سبا، د سهشنبې په ورځ د حوت په ۱۲مه، په لس ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت امکان شته.
د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، د فراه، غور، بامیان، دایکندي، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونه به د دې هوايي جریان تر اغېز لاندې وي. د دغو ولایتونو اوسېدونکي به ښايي د واورې او باران بیلابیل کچې وویني.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یادو سیمو کې د واورې ورښت تر ۱۰ تر ۲۰ سانتيمتره او د باران ورښت تر ۱۰ تر ۲۰ میلیمتره اټکل شوی دی.
همدارنګه، په شمال لوېدیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د باد نسبتاً تېز چلېدل، چې سرعت به یې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره په ساعت کې وي، هم وړاندوینه شوې ده. د هوا پېژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې اړینې احتیاطي تدابیر ونیسي.




