په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې نن یکشنبه (د سلواغې ۲۶مه) او سبا په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو احتمال شته. د دې اټکل له مخې، د هېواد د لوېديځ، سوېل، منځنۍ او شمالي برخو اوسېدونکي ښايي د هوا په وضعیت کې څرګند بدلونونه وویني.
په دې اټکل کې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتيا، غزني، ارزګان، دايکنډي، غور، بادغيس، فارياب، سرپل، باميان او ميدان وردګ ولایتونه شامل دي. د هوا پېژندنې اداره وايي چې په دغو سیمو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۵ سانتيمتره او د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۵ میلیمتره وي.
همداراز ویل شوي چې د لوېديځو، سوېلي او سوېل ختیځو ولایتونو د باد سرعت ښايي له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت ورسېږي. دغه اداره خبرداری ورکړی چې په تودو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو خطر هم شته.
کارپوهان ټینګار کوي چې په داسې هوايي شرایطو کې، خلکو ته په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د غرنیو لارو او زیانمنو سیمو اوسېدونکي دي، لازمه ده چې د احتیاط تدابیر مراعت کړي تر څو د احتمالي زیانونو مخه ونیسي.




