ټولنهیزمهم خبرونه
په دايکندي کې شپږ نوي ښوونځي پرانيستل شول

د دايکندي ولايت د پوهنې رياست ويلي چې د ۶۰ ميليونو افغانیو په لګښت د دې ولايت په څلورو ولسوالیو کې د شپږو ښوونځيو د ودانولو کار بشپړ شوی او رسمي توګه ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دې رياست د چارواکو په وينا، دغه ښوونځي د څلورو ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي او د دغو پروژو موخه د زدهکوونکو د معیاري تعلیمي فضاوو ته د لاسرسي ښه کول او د ښوونځيو د ودانيو د کمښت ستونزه راکمول دي.
د پوهنې مسوولین زیاتوي چې د دغو ښوونځیو په فعالېدو سره به سلګونو زدهکوونکو ته د منظمې زده کړې زمینه برابره شي او د لرې پرتو سیمو د تعلیمي اړتیاوو یوه برخه به پوره شي.
د سیمې اوسېدونکي هیله څرګندوي چې د دې ډول پروژو دوام به د دايکندي د زدهکړې کیفیت لوړ کړي او د تعلیمي محرومیت کچه، په ځانګړي ډول په ولسوالیو کې، راکمه کړي.




