سياستمهم خبرونه

د سراج‌الحق او د طالبانو د چارواکو لیدنه په کابل کې ترسره شوه

سراج‌الحق، د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر، تېره اونۍ کابل ته په سفر کې د طالبانو د ادارې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره، چې پکې د رئيس الوزرا او د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران شامل وو، لیدنه وکړه او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي په لارو بحث وکړ. نوموړي د خپل سفر موخه د ترینګلتیا د کمېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا د لارو ارزونه بللې ده.

سراج‌الحق د یو پاکستانی خبریال سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو د ادارې چارواکو په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د کورنیو پېښو مسئولیت ځان ته مني، خو هغه پېښې چې د پاکستان په خاوره کې رامنځته کېږي، د هغه هېواد د حکومت مسئولیت بولي. د ده په وینا، دوی روښانه کړې چې هر اقدام چې په افغانستان کې ترسره کېږي، مسئولیت یې خپله اخلي، او پاکستان هم باید د خپل قلمرو د امنیتي وضعیت پړه پر غاړه واخلي.

د جماعت اسلامي پخواني مشر زیاته کړه چې په دې لیدنه کې یې د پاکستان د خلکو استازیتوب کړی او خبرداری یې ورکړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترینګلتیا دوام به د دواړو هېوادونو د خلکو په زیان وي. نوموړي دا هم وویل چې له افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د زیاتېدو څخه نور هېوادونه، لکه هندوستان او امریکا، ګټه اخلي.

په ورته وخت کې، زلمي افغانیار، چې یو سیاسي کارپوه دی، د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو د شالید په اړه وویل، پاکستان پخوا هم په سیمه‌ییزو سیاستونو او نیابتي جګړو کې ښکېل و، چې پایلې یې پر عامو خلکو اغېزمنې شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان تل هڅه کړې تاوتریخوالی د خبرو له لارې حل کړي.

دا سفر په داسې حال کې شوی چې له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدي، هم ویلي وو چې غواړي د طالبانو د ادارې له چارواکو سره د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې څو ځله د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو شاهدې وې؛ دغه ترینګلتیاوې سره له ډېرو ژمنو د لاهمغږۍ او روڼ میکانیزم د نشتوالي له امله دوام لري او د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا پسې پېچلې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button